امريکا مېشتي پاکستانيان د خپلو وېزو په اړه اندېښمن دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې لیکلي، په امریکا کې تر ۷ سوو زرو ډېر پاکستانیان مېشت دي چې ډېری یې محصلان دي. د یادې ورځپاڼې د راپور له‌مخې، وړه تېروتنه، نیمګړي اسناد او سياسي فعالیتونه هم کولای شي چې هلته د هغوی استوګنه له خطر سره مخ کړي.

ويل شوي چې اوس د ټرافيکي سرغړونو او پوهنتونونو د لاریونونو دوسیې د امريکا کورنيو چارو وزارت ته لېږل کېږي چې دغه کار محصلان سخت اندېښمن کړي دي. یوه محصل یونس خان وویل: «زموږ یوه کوچنۍ تېروتنه هم زموږ وېزه لغوه کولای شي.»

د پاکستان سفارت خپلو وګړو ته د سياسي فعاليتونو او ټولنیزو شبکو د استعمال پر مهال د احتیاط سپارښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو