میدان وردک کې د یوې مرمۍ د چاودنې له امله پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

په میدان وردک ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست وایي، چې د شنبې په ورځ غرمه مهال د چک ولسوالۍ د کوز خوات په لوړ کلي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله پځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پېښه کې یو ۱۵ کلن ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د ټپیانو له ډلې د دوو تنو روغتیایي حالت نازک بللی دی.

نور خبرونه

رادیو