د سريلانکا پخوانی ولسمشر ویکرمېسنګه ونیول شو

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۱

د سريلانکا ځایي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر رانیل ویکرمېسنګه د جمعې په ورځ (د زمري ۳۱مه) د دې هېواد د جنايي څېړنو ادارې (سي‌ای‌ډي) له لوري د دولتي پیسو د ناوړه استفادې د تورونو په تړاو نیول شوی دی.

راپورونه زیاتوي، ۷۶ کلن ویکرمېسنګه هغه مهال ونیول شو کله چې د جنایي څېړنو ادارې ته د بیان ورکولو لپاره ورغلی و. هغه لندن ته د خپلې مېرمنې د فراغت مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و، چې څېړنه هم همدې سفر پورې تړلې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د سريلانکا د پولیسو ویاند د نوموړي نیونه په رسمي ډول نه ده تایید کړې. د ویکرمېسنګه دفتر هم په دې اړه څه نه دي ویلي. ځايي رسنیو ویلي، نوموړی به د جمعې ورځې په وروستیو کې محکمې ته وړاندې شي.

ویکرمېسنګه چې د وکالت سابقه لري، شپږ ځلې د سريلانکا صدراعظم ټاکل شوی او په دې برخه کې یې هېواد کې ریکارډ جوړ کړی دی. نوموړی په ۲۰۲۲ کال کې د سخت مالي بحران پر مهال د ولسمشر په توګه واک ته ورسېد.

رانیل ویکرمېسنګه په ۱۹۷۸ کال کې یوازې د ۲۹ کلنۍ په عمر د خپل تره، ولسمشر جونیوس جایوردنه له خوا د هېواد تر ټولو ځوان وزیر وټاکل شو. هغه د سیاسي او سوداګریز نفوذ لرونکي کورنۍ غړی دی چې په رسنیزه برخه کې هم لویې ګټې لري.

په ۱۹۹۴ کال کې، د هغه ګڼ لوړ پوړي ملګري د ترورونو په ترڅ کې ووژل شول او هماغه مهال نوموړی د یونایټډ نشنل ګوند مشرۍ ته ورسېد.

نور خبرونه

رادیو