پاکستان: په افغانستان کې د ترهګرو شته ځالې د امنیت لپاره دایمي ګواښ دي

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۱

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ په خپله اونیزه خبري غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو د ځالو موجودیت په تړاو خپله اندېښه په ډاګه کړه او ویې ویل، دغه مساله د دواړو هېواونو اړیکې زیانمنوي.

شفقت علي خان همداراز هیله مندي وښوده چې طالبان د دوی مشروع اندېښنو ته ځواب ووايي.

نوموړي وویل، «هغه پټنځایونه چې ترهګر ترې استفاده کوي لا هم یوه دردناکه مساله ده. دغه وضعیت د دواړو هېوادونو د بشپړو اړیکو او همکاریو او همداراز د اقتصاد او سیمه ییزې سوداګرۍ پر وړاندې خنډ دی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې د ترهګرو د ځالو موجودیت تل د اسلام اباد او کابل تر منځ په خبرو کې لومړیتوب لري.

خو طالبان بیا دغه مسایل پاکستاني کورني موضوعات بولي او په افغان خاوره کې یې د هر ډول ترهګرو ډلو موجودیت رد کړی دی.

نور خبرونه

رادیو