ټایمز اف انډيا: د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز له امنيتي ننګونو سره مخ دی

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۱

د هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا په راپور کې راغلي، چین غواړي چې د اقتصادي دهلیز له لارې پر نړۍ خپل اغېز پراخ کړي؛ خو په پاکستان کې دغه پروژه د بلوڅ بېلتون‌پالو او نورو وسله‌والو ډلو له‌خوا له سترو امنيتي ننګونو سره مخ ده او هند هم دغې پروژې ته د درېیم هېواد ورګډولو مخالف دی.

دغه ورځپاڼه کاږي، د چین ولسمشر شي جین پېنګ غواړي چې د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلېز له لارې پر نړۍ خپل اغېز پراخ کړي. دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې چین په پاکستان کې پر دغې پروژې څو مېلیارډه ډالره پانګونه کړې؛ خو دغه پانګونه له سترو امنيتي ننګونو سره مخ ده.

د راپور له مخې، بلوڅ بېلتون‌پال او نورې وسله‌والې ډلې د دغه پروژې پر کارکوونکو بریدونه کوي او هغوی کار ته نه پرېږدي؛ خو بیا هم اسلام‌اباد د چینايي کارګرو د خونديتوب هڅه کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، هند په پرله پسې ډول په سيپيک پروژه کې د درېیمو هېوادونو ورګډول غندلي دي؛ ځکه دغه دهلېز د هند په هغه سیمه کې تېرېږي چې پاکستان په ناقانونه توګه نیولې ده.

د ورځپاڼې په حواله، په کابل کې د چین، پاکستان او افغانستان تر درې اړخیزې غونډې وروسته د دغه هېوادونو استازو پرېکړه وکړه چې د «CPEC» پروژه تر کابله وغځوي.

نور خبرونه

رادیو