د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ټرمپ ادارې له خوا د جرمونو نړیوالې محکمې پر دوو قاضیانو او دوو څارنوالانو باندې بندیزونو لګولو ته په غبرګون ویلي، چې دا بندیزونه د محکمې پر خپلواکۍ مخامخ برېد دی او قربانیانو لپاره عدالت زیانمنوي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي:« د اندېښنې وړ ده چې یو هېواد د نړیوالې ټولنې له خوا جوړې شوې خپلواکې محکمې د قانوني او سوله ییزو اقداماتو پر وړاندې دومره دښمني ښکاره کوي.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، چې د جرمونو نړیواله محکمه دنده لري، چې د نسل وژنې، د جګړې د جنایتونو او د بشریت پر وړاندې د جنایتونو مرتکبین محاکمه کړي.« د محکمې حقوقي کارکوونکي په دې برخه کې مهم رول لري چې د بشریت د تر ټولو ستر جنایتکاران حساب ورکړي. دوی باید د هر ډول غچ اخیستنې څخه خوندي پاتې شي او په بشپړ خپلواک ډول او بې له وېرې خپلې دندې ترسره کړي.»
دوی له امریکا څخه د قانون حاکمیت او د بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهار شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي:«دغه محکمه زموږ د ملي امنیت لپاره ګواښ دی او د امریکا او اسراییل پر وړاندې د قانوني جګړې وسیله ګرځېدلې ده.»
د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې، د بندیزونو لاندې راوستل شوي کسان «نیکولاس یان ګییو» دی، چې د نتنیاهو د نیولو د حکم په صادرولو کې یې برخه لرله او دغه راز «نزهت شمیم خان»، «مام ماندیایه نیانګ او کیمبرلي پوست» هم په یادو بندیزونو کې شامل دي.
پوست په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د پلټنو اجازه ورکړې وه.