پولیس وايي د سریلانکا پخوانی ولسمشر «رانیل ویکرم سینګ» د دولتي پيسو د ناسم لګښت په تور نیول شوي او محکمې ته وړاندې شوی دی.
۷۶ کلن ویکرم سینګ د ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۴ کلنو پورې د سخت اقتصادي بحران پر مهال د هېواد مشري کړې وه.
د سریلانکا ځايي رسنیو د جمعه په ورځ راپور ورکړ، چې پولیسو پخوانی ولسمشر د عامه بودیجې د ناسم لګښت په تور نیولی دی.
د معلوماتو له مخي، چې لندن ته د هغه د یو سفر په اړه پلټنې شوي، چې نوموړی د خپلي مېرمنې د فراغت مراسمو ته تللی و.
پولیسو هم د دولتي پیسو د ناسم لګښت په تور د هغه نیول کېدل منلي دي.
د پولیسو یوه ویاند ویلي: «پخوانی ولسمشر رانیل ویکرم سینګ نیول شوی او محکمې ته وړاندې شوی دی. موږ د محکمې له لوري د لارښوونې په تمه یو، تر څو پوه شو چې نور کوم ګامونه باید واخلو.»
د جمعې په ورځ د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې یوې محکمې امر وکړ چې ویکرم سینګ به د اګست تر ۲۶ پورې په توقیف کې وي تر څو د تورونو په اړه نوې اوریدنه ترسره شي.
د سریلانکا د فساد په وړاندې ادارو له هغه وخت راهیسې پراخ عملیات پیل کړي دي، چې ولسمشر انورا کمارا دیسانایکه د سپتمبر په میاشت کې واک ته ورسید.
نوموړي ژمنه کړې وه چې له فساد سره به سخته مبارزه کوي.