رویټرز خبري اژانس ویلي، چې چین ښايي د خپلې کرنسۍ په کارولو سره د کوین بازارونو ته ننوځي؛ څو په نړۍواله کچه د خپلو پیسو کارولو ارزښت لا ډېر کړي. راپور کې راغلي، چې د چین کابینه به د روانې میاشتې په پای کې په همدې تړاو ځانګړې سلا مشورې ولري.
همدا راز ویل شوي، چې ښايي د کوینونو بازار ته د داخلېدو پرېکړه د چین کابینه تصویب کړي او دغه اقدام به د ډیجیټل شتمنیو اړوند د دغه هېواد له پخواني دریځ سره په بشپړه توګه توپیر کې وي.