د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې د ټرمپ د پخواني سلاکار جان بولټن کور تلاشي کړی

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۱

د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (ایف بي ای) مامورینو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخواني سلاکار او منتقد جان بولټن کور د ملي امنیت یوې څېړنې په ترڅ کې تلاشي کړی.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه تلاشي د جمعې په ورځ سهار ۷ بجې د مریلینډ ایالت په بتهزدا سیمه کې پیل شوه، چېرته چې بولټن اوسیږي. سرچینو ویلي، دا اقدام دایف بي اېرییس کاش پټیل په امر ترسره شوی.

د ایف‌بي‌ای یوه ویاند د بولټن د کور سیمه کې د عملیاتو پخلی کړی، خو د څېړنو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

د تلاشۍ له پیلېدو سره سم، کاش پټیل پر اېکس ولیکل: «هېڅوک د قانون څخه لوړ نه دي. د ایف‌بي‌ای اجنټان پر ماموریت دي.»

کاش پټېل د بولټن نوم په څرګند ډول ندی یاد کړی.

جان بولټن تر دې دمه د دې موضوع په اړه رسنیو ته کوم نظر نه دی ورکړی، خو د سي‌ان‌ان په وینا، بولټن ویلي، چې دی له دې پلټنو خبر نه و او د موضوع ارزونه کوي.

بولټن د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار او د ملګرو ملتونو سفیر پاتې شوی، خو له استعفا وروسته یې په تکراري ډول په ټرمپ نیوکې کولې او هغه یې د ولسمشرۍ لپاره نالایق یادوه.

هغه په دې اړه یوه جنجالي کتاب هم خپور کړی چې عنوان یې دی«هغه خونه چې پکې دا هرڅه وشول.»

که څه هم دا لا روښانه نه ده چې ایف‌بي‌ای ولې د بولټن کور تلاشي کړی، خو د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د عدلیې وزارت له خوا پر هغه دا تور و، چې ګواکې دغه کتاب کې یې محرم معلومات خپاره کړي. دا قضیه وروسته یوه قاضي رد کړه او د بایډن د ادارې پر مهال په ۲۰۲۱ کې ختمه شوه.

نور خبرونه

رادیو