ایران او اروپايي هېوادونه راتلونکې اوونۍ یوځل بیا د اټومي پروګرام په تړاو خبرې پیلوي

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۱

ایراني دولتي رسنۍ وایي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د فرانسې، بریټانیا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ هوکړه وکړه، چې راتلونکې اوونۍ به د اټومي پروګرام او بندیزونو پر سر یو ځل بیا خبرې اترې پیل کړي.

د ایران دولتي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د برېتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو سره د تلیفوني خبرو پرمهال هوکړه کړې، چې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو په کچه به د سې شنبې په ورځ بیا مذاکرات پیل کړي.

دغو درې اروپايي هېوادونو ایران ته ګواښ کړی و؛ که تهران د یورانیو د غني کولو د لانجمن پروګرام د مهار لپاره خبرو ته بېرته ور ونه ګرځي، نو د ملګرو ملتونو بندیزونه به د «تړون شا تګ» میکانیزم له لارې بېرته پلي شي.

پر همدغه مهال د جرمني د بهرنیو چارو وزیر «یوهان وادفول» د راتلونکې اوونۍ خبرې تایید کړې او ایران ته یې خبردارۍ ورکړی، چې که د باور وړ او دوامدار تړون ته د رسېدو لپاره په جدي توګه ښکېل نه شي، ښايي بیا پرې بندیزونه ولګول شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې وخت ډېر کم دی او ایران باید په دوامداره ډول خبرو ته داخل شي.

ایران او اروپايي هېوادونو د وروستي ځل لپاره د جون په ۲۰ نېټه په جنیوا کې اټومي پروګرام مذاکرات کړې و.

نور خبرونه

رادیو