د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون وايي، چې د پنجشنبه په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰۴۶ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي.
د معلوماتو له مخي، د دغو کورنیو د غړو شمېر ۶۱۸۵ تنه دی، چې په جبري ډول له دغو هېوادونو راشړل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسون د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کډوال د هرات د اسلام کلا، د کندهار سپين بولدک، د نیمروز ورېښمو لارې، د ننګرهار د تورخم او د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
طالبانو ویلي، چې ستانه شویو کډوالو ته یې مالي، ترانسپورټي، خوراکي او د روغیتا په برخه کې خدمات وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې ورځ له کابل څخه ۲۵۹ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۳۴۰ تنه و، بغلان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږلي دي.
له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل اوس د طالبانو لپاره یوه ننګونه ده.
ځکه افغانستان ته ستانه شوي کډوال د کار، سرپنا، خوراکي توکو د نشتوالي او د اولادونو ښې راتلونکي ته اندېښمن دي.
طالبان هم د کډوالو د وضعیت په اړه معلومات نه خپروي او نه هم چاته اجازه ورکوي، چې د هغوی سره خبرې وکړي.