په پښتونخوا کې د تېرې اونۍ سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۹۳ ته لوړ شو

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۱

په پښتونخوا کې د تېرې اونۍ سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۹۳ ته لوړ شو. د خیبرپښتونخوا د طبیعي پېښو د مدیریت ایالتي ادارې خبرداری ورکړی، چې د اګست له ۲۲مې څخه تر ۲۶مې نېټې د نورو ورښتونو اټکل هم کېږي.

له دې ډلې د بونیر سیمه په وروستیو ورښتونو کې تر ټولو ډېره ځپل شوې ده، چې ۲۳۴ کسان په‌کې مړه او ۱۲۸ نور ټپیان شوي دي. دغه ډول په صوابۍ کې ۴۲ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان دي، په شانګله کې ۳۶، مانسهره کې ۲۵، باجوړ کې ۲۲ او سوات کې ۲۰ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په ډېرو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او تالندې برېښنا وړاندوینه کړې ده. د دغې ادارې د وړاندوینې له مخې؛ په دغه سیمو کې چترال، دېر، سوات، شانګله، کوهستان، ملاکنډ، بونیر، مانسهره، بټګرام، تورغر، اېبټ اباد، هریپور، صوابۍ، مردان، نوشهره، پېښور، باجوړ، مومند، خیبر، اورکزی، کورمه، کوهاټ، هنګو، کرک، بنو، لکي مروت، ټانک، شمالي او سوېلي وزیرستان شامل دی.

د وړاندوینې له مخې؛ په ځينو سیمو کې د ځمکې ښویېدو ګواښ هم شته؛ لکه اېبټ اباد، بټګرام، بونیر، چترال، دېر، کوهستان، ملاکنډ، مومند، اورکزی، شانګله، سوات، تورغر او شمالي وزیرستان.

نور خبرونه

رادیو