د غازي امان الله خان الف لېست کرېکټ سیالیو په درېیمه لوبه کې بند امیر لوبډلې سپین غر لوبډلې ته د ۵ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
کرکټ بورډ وایي، سبا به د یادو سیالیو په لړ کې څلورمه لوبه د بُست او امو لوبډلو تر منځ ترسره شي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا، دغه سیالۍ د جمعې په ورځ په خوست کې د سپین غر لوبډلې له لوري پیل شوه او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې بند امیر لوبډلې ته د ۲۰۴ منډو هدف ورکړ او بند امیر لوبډلې بیا دغه هدف په ۴۷م اور کې پوره او ورسره یې سیالي د پنځو وېکټو په توپیر وګټله.
د غازي امان الله خان الف لېست جام اتم پړاو یو ورځنۍ سیالۍ ۳ ورځې مخکې د پنځو لوبډلو (د بند امیر، سپین غر، امو، مس عینک او بُست) لوبډلو تر منځ د خوست ولایت په «رحمت ولي مسرور» کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې او لا هم روانې دي.