چین له افغانستان او پاکستان سره د باور پیاوړتیا او د بهرنیو لاسوهنو پر ضد ګډ کار غواړي

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» په کابل کې د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په درې اړخیزه ناسته کې ویلي،چې بیجینګ چمتو دی له کابل او اسلام‌اباد سره د باور د پیاوړتیا ترڅنګ د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې ګډ کار وکړي.

هغه ټینګار وکړ،چې چین به د افغانستان د ثبات او بیا رغونې ملاتړ ته دوام ورکړي او له طالبانو سره به د واخان دهلېز د ګډو ګزمو لپاره همکاري وکړي.

واخان دهلېز د افغانستان له لارې چین، تاجیکستان او پاکستان سره نښلوي، او بیجینګ اندېښنه لري چې جګړه‌مارې ډلې د دې لارې شېن ‌کیانګ ته واوړي.

نور خبرونه

رادیو