کولمبیایي چارواکو خبر ورکړی، چې د پخوانۍ ګورېلا ډلې څخه بډایه شویو وسلهوالو ډلو په کالي ښار کې د دوو جلا بریدونو پر مهال ۱۸کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. وسلهوالو په یاد ښار کې له چاودېدونکو توکو ډک موتر د هوايي ځواک اډې ته څېرمه چاودولی دی.
په یاده پېښه کې ۶کسان وژل شوي او ۷۱نور ټپیان دي. همدا راز وسلهوالو بیا انتیوکیا ښار کې د کولمبیا د هوایي ځواک یوه الوتکه نسکوره کړې، چې پهکې د دغه ځواک ۱۲ لوړ افسران وژل شوي دي.