طالبان په ننګرهار کې د وژل شوې شپږ کسیزې کورنۍ د خواخوږۍ لپاره د هغوی کور ته ورغلي

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۱

په ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر رییس شاهد نوراني د پخواني جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو د یوې استخباراتي قطعې افسر کور ته ورغلي او د هغه د څلورو اولادونو، مېرمنې او پلار د «وحشیانه» وژل کېدو په تړاو یې ورسره غمرازي کړې ده.

د طالبانو یاد چارواکي د اسفندیار تلوار په نوم د جمهوري نظام دغه پخواني سرتېري ته ویلي، چې دوی د پېښې په تړاو هر اړخیزې پلټنې پیل کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره ورځ طالبانو خبر ورکړ چې د پېښې په تړاو یې د شخصي دوښمنۍ له کبله ۳تورن کسان نیولي دي؛ خو یاد پخواني نظامي افغانستان انټرنشنل ته لا له وړاندې ویلي و، چې له چا سره هېڅ ډول دوښمني نه‌لري.

نور خبرونه

رادیو