د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټېلیفون په کرښه د الاسکا سرمشریزې پایلو، سوداګریزو اړیکو او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرېاترې کړې دي.
د ترکیې اناډولو خبري اژانس د راپور لهمخې؛ اردوغان په دغه ټېلیفوني خبرو کې ټینګار کړی، چې هېواد یې د عادلانه سولې د ټینګېدو لپاره په صادقانه توګه هڅه کوي او له هر هغه نوښت څخه ملاتړ کوي چې موخه یې د ټولو اړخونو په ګډون یوې تل پاتې سولې ته رسېدل وي.
پوتین هم د استانبول په بهیر کې د ترکیې د رول ستاینه او د سولې د خبرواترو د کوربهتوب او هڅو له امله یې له دغه هېواده مننه کړې ده.