د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، چې په غزې ښار کې د اسراییل نوي عملیات کولای شي د پراخې مرګ ژوبلې او ویجاړۍ لامل شي. هغه همداراز د یرغملشویو د سملاسي خوشې کېدو او په لوېدیځه غاړه کې د ناقانونه ښارګوټو د جوړونې پراختیا لپاره د اسراییل د پلان بندېدو غوښتنه کړې ده.
انتونیو ګوترېش دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې تېره ورځ (چهارشنبه) د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې په جبالیه او د غزې ښار په شاوخوا سیمو کې نوي عملیات پیل کړي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ روانې جګړې تر اوسه پورې لږترلږه ۶۰ زره فلسطینیان وژلي دي؛ په داسې حال کې چې اسراییل د غزې تړانګې شاوخوا ۷۵ سلنه برخه کنټرولوي.