جي ډي ونس: د اوکراین د امنیت بار باید اروپا پر غاړه واخلي

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۰

د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال «جی‌ ډي ونس»فاکس نیوز ته ویلي، چې د اوکراین د امنیتي تضمینونو لویه برخه باید اروپايي هېوادونه پر غاړه واخلي.

ونس زیاته کړې: «زه فکر نه کوم چې موږ باید دا ټول بار پر اوږو واخلو، موږ کولای شو د اړتیا پر مهال د جګړې او وژنو د درولو لپاره مرسته وکړو، خو اصلي مسولیت باید د اروپا وي، او همدا د ولسمشر تمه هم ده.»

هغه ټینګار وکړ چې هر ډول بهیر چې پر مخ ځي، «اروپایان باید د اوکراین د امنیت بار اصلي مسوولیت واخلي».

نور خبرونه

رادیو