د غزې جګړه کې ۸۳ سلنه وژل شوي ملکي وګړي دي

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۰

یو تازه څېړنیز راپور ښيي چې په غزه کې د اسراییل د جګړې د قربانیانو ډېره برخه ملکي وګړي دي.

د بریټانیا«ګارډین ورځپاڼه، او لوکل کال»په ګډه څېړنه کې څرګنده کړې چې د اسراییل پوځ یو محرم استخباراتي ډیټابېس د جګړې د ملکي مرګ ژوبلې لوړه کچه تاییدوي.

د راپور له مخې، د مې ۲۰۲۵تر پایه، چې جګړې۱۹میاشتې تېرې شوې وې، د اسراییل د پوځ استخباراتو د حماس او فلسطین اسلامي جهاد ډلو شاوخوا ۸۹۰۰جنګیالي د وژل شویو په توګه ثبت کړي دي.

خو د غزې د روغتیا وزارت د لږ تر لږه ۵۳زره کسانو د وژنې راپور ورکړی، چې له دې ډلې یوازې ۱۷سلنه جنګیالي دي، او شاوخوا ۸۳سلنه یې ملکي وګړي جوړوي.

کارپوهان وايي، دا کچه د معاصرې جګړې په تاریخ کې بې ساری حالت ښيي. یوازې په ۱۹۹۵م کال کې د روانډانسل‌وژنه، او د روسیې له‌خوا د ۲۰۲۲ماریوپول محاصره د ملکي تلفاتو په کچه کې تر دې لوړې شوې وې.

د بشري حقونو ډلو او د نسل‌وژنې څېړونکو ټینګار کړی،چې دغه موندنې نورې هم دا ادعاوې پیاوړې کوي چې اسراییل په غزه کې نسل‌وژنه کوي، ځکه د ملکي مرګ ژوبلې ترڅنګ د قصدي لوږې سیاست هم عملي شوی دی.

کله چې د یادو رسنیو له‌خوا د اسراییلي پوځ څخه د نظر غوښتنه وشوه، هغوی د دې استخباراتي ډیټابېس شتون رد نه کړ، خو ویې ویل چې «په راپور کې وړاندې شوي شمېرې سمې نه دي» او زیات یې کړه چې دا معلومات د دوی په رسمي سیسټمونو کې موجودو شمیرو سره برابر نه دي، خو نور وضاحت یې ورنه کړ.

راپور زیاتوي چې د اسراییلي چارواکو عامه ویناوې ډېری وخت د جنګیالیو د تلفاتو شمېرې غټې ښودلې او ان چې ادعا یې کړې چې تر ۲۰زره پورې جنګیالي وژل شوي، خو په شخصي توګه پر دې ادعاوو باور نه لري.

په ورته وخت کې، د اسراییل د لوړپوړو پوځي مشرانو خبرې ورځ تر بلې د نسل‌وژنې له ژبې سره ورته کېږي.

د یوه افشا شوي غږیز کلېپ له مخې، د اسراییلي پوځ د استخباراتو پخواني مشر «اهارون حلیوه» ویلي: «تر اوسه په غزه کې ۵۰زره کسان وژل شوي، چې دا د راتلونکو نسلونو لپاره اړین دي.»

هغه په غږیز کلېپ کې زیاتوي: «د اکتوبر اوومې د هر قرباني په بدل کې باید ۵۰فلسطینیان ووژل شي … هر څو کاله وروسته باید هغوی ته یوه نوی ستر ناورین ورپه برخه کړل شي.»

د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د ۲۰۲۵د مارچ تر پایه د وژل شویو شمېر ۵۰زره ته رسېدلی و، چې اوس تر ۶۲زره اوښتی، او ټپیان یې له ۱۵۷زرو اوښتي دي.

په همدې حال کې، د جرمونو نړۍ والې محکمې (ICC) د اسراییل پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه پر پخواني دفاع وزیر، یواف ګالانت، د جګړې د جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تور د نیولو حکم صادر کړی، چې دا تورونه د ۲۰۲۳د اکتوبر څخه تر ۲۰۲۴د مې پورې د اسراییل په بریدونو پورې تړاو لري.

نور خبرونه

رادیو