پولیټیکو راپور ورکړی، چې د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو متحدینو ته ویلي چې واشنګټن به د اوکراین لپاره هر ډول امنیتي تضمینونو کې ډېر محدود رول ولوبوي.
دغه چارواکو چهارشنبه (د زمري ۲۹مه) د برېټانیا، فرانسې، جرمني او فنلنډ له استازو سره په یوه غونډه کې د روسیې او اوکراین د احتمالي تړون د راتلونکي په تړاو بحث او خبرې کړې دي. د پولیټیکو په وینا؛ اروپايي هېوادونو له متحدهایالاتونو غوښتي، چې روښانه کړي څو د هوکړې په صورت کې به د اوکراین ملاتړ لپاره څومره ځمکني او هوايي ځواک ځانګړی کړي.