پر قمیتي ډبرو د طالبانو ولکه؛ کونړ کې دغې ډلې د ۶۹ مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج وپلورل

AP ۱۴۰۴ زمری ۳۰

په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، ۱۵.۵کیلو ګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه «بیروج ډبرې» د یوې بولۍ له لارې په ۶۹مېلیونه افغانیو پلورل شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د دغو ګران بیه ډبرو بې‌ساري پلور د افغان ولس شکونه راپارولي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دغې ډلې په حواله ادعا کړې، چې دغه ډبرې د یوې رڼې بولۍ له لارې پلور شوې دي؛ خو د روڼتیا په اړه د ولس شکونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي؛ ځکه چې د ګران بیه ډبرو د بولیو د څرنګوالي، د ګټې وېش او د اصلي عوایدو د ثبت په اړه هېڅ راز خپلواکه څارنه نه لیدل کېږي.

تر دې مخکې هم یو شمېر هېوادوالو له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي و، چې د هېواد ډېری ګران بیه ډبرې له قانوني بهیر پرته، د قاچاقي او شخصي شبکو له لارې بهر ته وړل کېږي او عواید یې د طالبانو د کړیو ترمنځ وېشل کېږي.

نور خبرونه

رادیو