د کرېکټ نړېوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان کرېکټ دوه پياوړي لوبغاړي عظمت الله عمرزی او محمدنبي عیسی خېل د غوره الراونډراو په لیکه کې لومړی او دویم ځای ساتلی دی.
دواړو افغان لوبغاړو په غبرګولي میاشت کې دغه مقامونه ترلاسه کړي.
د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنيو لوبو په تازه درجه بندۍ کې دوه افغان پياوړي لوبغاړي عظمت الله عمرزي لومړۍ او محمد نبي عیسی خېل خپل دویم ځای ساتلی دی.
د کرېکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخي، چې عظمت الله عمرزی د ۲۹۶ امتیازونو په لرولو سره لومړۍ او محمدنبي د ۲۹۲ امتیازونو په لرولو سره دویم ځای کې دی.
د زیمبابوې لوبغاړی سکندر رضا د ۲۹۰ امتیازونو په لرولو سره درېيم ځای لري.
د دې تر څنګ د افغانستان بل پیاوړی لوبغاړی راشد خان ارمان د یو ورځينو نړیوالو سیالیو د غوره توپ اچونکو په درجه بندۍ کې پنځم مقام خپل کړی دی.