لاوروف: د ټرمپ ادارې د اروپایانو برعکس د اوکراین جګړې ریښه درک کړې ده

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۹

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ خبرې ګټورې وې او ښيي چې د واشنګټن اوسنی ټیم د اروپایانو برعکس د اوکراین د جګړې د حل لپاره پر ریښتینو عواملو تمرکز لري.

لاوروف په خپله مرکه کې، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه خپره شوې، ویلي، « ټرمپ او د هغه ټیم ژمن ښکاري چې د تلپاتې او دوامدارې سولې لپاره ګامونه پورته کړي، نه دا چې اوکراین د جګړې لپاره بیا وسله وال کړي».

د هغه په وینا، د اروپایي مشرانو برعکس، د ټرمپ اداره د روسیې امنیتي اندېښنې او د روسي ژبې د حقونو مسایل جدي ګڼي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې ولسمشر ټرمپ د خپل وروستي ټیلیفوني تماس پر مهال له پوتین سره د ولادیمیر زیلینسکي او اروپایي استازو په اړه معلومات شریک کړل.

لاوروف ټینګار کړی، چې که د روسیې امنیتي غوښتنې ونه منل شي، هېڅ تلپاتې هوکړه به ممکنه نه وي.

نور خبرونه

رادیو