سپینه ماڼۍ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منلې چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره مخامخ وګوري. دغه پرېکړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب او د اروپایي مشرانو او زېلېنسکي سره د هغه له خبرو اترو وروسته شوې ده.
د سياېناېن خبري شبکې د راپور پر بنسټ؛ د دوهاړخیزې غونډې لپاره څو ځایونه په پام کې نیول شوي، چې پهکې بوداپست او سویس هم شامل دي. د زېلېنسکي او پوتین تر منځ له لیدنې وروسته له ټرمپ سره د درېاړخیزې ناستې د ترسره کولو احتمال هم شته.
ټرمپ ویلي، دی به غوره وګڼي چې زېلېنسکي او پوتین لومړی له هغه پرته خبرې وکړي. هغه زیاته کړې، له زېلېنسکي سره د هغه د بریالۍ لیدنې وروسته، اوس غواړي وګوري چې دواړه مشران په خپله څه ترلاسه کولای شي.