د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو حکومت ستایلی او وايي، «د نشه يي توکو پر ضد مبارزه او د ترهګرۍ مخنیوی یې مهمې لاسته راوړنې دي». کابلوف ویلي، چې مسکو چمتو دی له طالبانو سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګډ کار وکړي.
کابلوف پر کابل د طالبانو د تسلط ورځې په نمانځغونډه کې په خپلو خبرو کې، چې په مسکو د طالبانو سفارت خپرې کړې دي، ویلي: «څلور کاله کېږي په افغانستان کې امریکایي اشغال پای ته رسېدلی، دا ډېر وخت نه دی خو موږ پوهېږو چې په دې موده کې ډېر څه ترلاسه شوي، د ترهګرۍ او د نشه يي توکو د تولید او قاچاق په برخه کې مهم پرمختګونه شته، زه د طالب وسله والو سرښندنې ستایم.»
هغه زیاته کړې، چې روسیې د ۲۰۲۱ له اګست وروسته د ملګرو ملتونو له لارې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي او دغه لړۍ به دوام وکړي.
کابلوف وايي، «موږ چمتو یو چې له طالبانو سره په ګډه د ترهګرۍ او د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې ګډ کار وکړو.»
کابلوف په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې مسکو په جولای کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده او په مسکو کې یې د طالبانو سفیر ومانه او دغه پرېکړه د دوه اړخیزو اړیکو لپاره یو مهم بنسټ دی.
هغه دغه راز یادونه وکړه چې روسیه په ۱۹۱۹ کال کې هم لومړی هېواد و چې له انګرېزانو نه د خپلواکۍ له اخیستو وروسته یې افغانستان په رسمیت وپېژنده.
کابلوف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې شنونکي د مسکو له خوا د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندل سمبولیک ګام بولي.