امریکا او ناټو له جګړې وروسته د اوکراین لپاره د امنیتي ضمانتونو پر لارو چارو غور کوي

۶ ساعتونه مخکې

د اوکراین او روسیې تر منځ د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو د اوکراین د ساتنې لپاره د امریکا د ولسمشر د ژمنې په لړ کې د امریکا او اروپا پوځي چارواکو د امنیتي طرحو ارزونه پیل کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، امریکايي چارواکو ویلي چې پنټاګون اوکراین ته د وسلې له لېږلو ورها خوا پر ځينو پروګرامونو غور کوي.

له دغو پروګرامونو یو یې دا دی، چې د امریکا په مشرۍ او کنټرول د اروپايي هېوادونو ځواکونه اوکراین ته واستول شي. دغه ځواکونه به د ناټو تر بیرغ لاندې نه وي، بلکې د استوونکو هېوادونو په نومونو به فعالیت کوي.

نور خبرونه

رادیو