د ټرمپ ادارې د چارشنبې په ورځ د جرمونو نړیوالې محکمې پر دوو قاضیانو او دوو څارنوالانو بندیزونه اعلان کړل. واشنګټن دا اقدام د دې لپاره کړی، چې محکمې د اسراییل د مشرانو د نیولو امرونه صادر کړي وو او د امریکايي چارواکو په تړاو د احتمالي څېړنې پرېکړې یې کړې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې وویل، « دغه محکمه زموږ د ملي امنیت لپاره ګواښ دی او د امریکا او اسراییل پر وړاندې د قانوني جګړې وسیله ګرځېدلې ده».
د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخې، د بندیزونو لاندې راوستل شوي کسان نیکولاس یان ګییو دی، چې د نتنیاهو د نیولو د حکم په صادرولو کې یې برخه لرله. دغه راز نزهت شمیم خان، مام ماندیایه نیانګ او کیمبرلي پروست پکې شامل دي. پروست په ۲۰۲۰کال کې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د د پلټنو اجازه ورکړه.