د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې راډیويي مرکه کې ویلي، چې بنیامین نتنیاهو «جنګي اتل» دی او ټینګار یې کړی چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا تر بریدونو وروسته نوموړي هم همدا دریځ لاره.
هغه همداراز ویلي، چې ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زېلېنسکي د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره د یوې غونډې پلان لري او زیاته کړې یې ده چې «دغه وژنه باید پای ته ورسېږي.»