د هرات مرګوني ټرافیکي پېښه؛ حامد کرزي پرې خواشیني وښودله

۴۳ دقيقې مخکې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات په ټرافیکي پېښه کې د یو شمېر کسانو د مړه کېدو په تړاو خپله خواخوږي ښودلې ده. نوموړي چهارشنبه (د زمري ۲۹مه) د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د دغې غمجنې پېښې خبر سخت خپه کړی دی.

هغه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او د ټپیانو د بېړنۍ روغتیا هیله یې کړې ده.

د یادونې ده چې تېره شپه په هرات کې سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکری و، چې د هرات-اسلام‌کلا پر لویه لار د مساپر وړونکي او باروړونکي موټرونو د ټکر له امله ۷۱ کسان مړه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو