ملک نصیر کوکي خېل له ۲۴۰ ورځو بند وروسته ازاد شوی

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۹

د خېبر جرګې مخکښ مشر ملک نصیر احمد کوکي خېل له نږدې ۲۴۰ ورځني بند وروسته له زندان نه خوشې شوی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وايي، پر نوموړي د شپاړسو دروغجنو دوسیو تورونه لګېدلي وو، خو ټول یې دروغ ثابت شول.

ملک نصیر احمد کوکي خېل د خېبر د اپریدو له مشرانو او په خېبر کې د پښتون عدالت ( قامي جرګې ) له مهمو استازو وو چې تېر کال پولیسو نیولی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین په فیسبوک لیکلي چې ملک نصیر کوکي خېل د شپاړسو دروغجنو مقدمو له امله نږدې ۲۴۰ورځې په زندان کې تېرې کړې. د ده په وینا، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۴مه نېټه پولیسو نوموړی د مذاکراتو تر نامه لاندې یوې ناستې ته وغوښت، خو وروسته یې هلته بندی کړ.

پشتین زیاته کړه: «ملک نصیر له ډېرو تکلیفونو او قیدونو سره مخ شو، خو سر یې ټیټ نه کړ، هغه شپاړس مقدمې چې لس په خیبر پښتونخوا او شپږ په پنجاب کې پرې جوړې شوې وې، زموږ وکیلانو او ملګرو دروغجنې ثابتې کړې.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د ملک نصیر قرباني او استقامت ستایلی او وايي، «د ښاغلي ملک نصیر خان قرباني او استقامت د ټول ملت لپاره ویاړ دی.»

ملک نصیر کوکي خېل د خیبر د پښتون قومي جرګې فعال مشر او غړی و او د سیمه‌ییزو مسایلو په هواري او د خلکو د حقونو په دفاع کې یې هم رول لوبولی دی.

نور خبرونه

رادیو