د اسراییل پوځ ویاند: موږ د غزې د څنډو واک په خپل لاس کې اخیستی

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۹

د اسراییلي پوځ ویاند اعلان کړی، چې دوی د غزې ښار پر وړاندې د پلان شوي برید لومړیو پړاوونو ته داخل شوی او له حماس سره تر نښتو وروسته یې د دې ښار د شاوخوا سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د چهارشنبه په ورځ (د زمري ۲۹مه) اعلان وکړ چې لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د حماس د اصلي اډو د نیولو او د دغه وسله والې ډلې د ماتولو امر کړی دی.

په ورته وخت کې د اسراییل د پوځ د ډیرو احتیاطي ځواکونو(ریزرف قوه) د بیړني غوښتنې سره سم د دفاع وزیر یسرایل کاټز د غزې ښار د نیولو عملیات تصویب کړل.

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې دا پلان د پوځ لوی درستیز «ایال زمیر» او نورو لوړپوړو قوماندانانو له خوا «کاتز »ته وړاندې شوی و او هغه منلی دی.

یاد عملیات د «ګیدعون–ب ارابه» په نوم پيل شوي، چې دغه د پخواني عملیاتو دوام دی.

د اسراییل پوځ په وینا، دوی د غزې ۷۵ سلنه خاوره نیولې وه او هڅه یې کوله چې حماس د بندیانو د تبادلې هوکړې ته اړ باسي.

د دې راپور له مخي، د اسراییل دفاع وزیر همداراز له هغو «بشري چمتووالی» سره موافقه کړې، چې شاوخوا یو میلیون فلسطیني ملکي وګړي له غزې ښاره د دې سیمې جنوب ته ولېږدوي.

کاتز، تایید کړې چې د دې عملیاتو په ترڅ کې اسراییل پوځ به د ۶۰ زره احتیاطي سرتېرو د رابللو امر صادر کړي.

نور خبرونه

رادیو