د امریکا د پرویډنس ښاروالۍ مشهوره قاضي «فرانک کاپریو» ومړ

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۹

فرانک کاپریو، چې نږدې ۴۰کاله د پرویډنس ښاروالۍ په محکمه کې د قاضي په توګه دنده ترسره کړې وه، د ۸۸کلونو په عمر ومړ.

هغه د امریکایانو تر څنګ په امریکا کې د اوسېدونکو افغان او پاکستاني وګړو ترمنځ هم ځانګړی محبوبیت درلود.

د کاپریو مړینه د چهارشنبې په ورځ د هغه د ځوی له لوري تایید شوه. د هغه کورنۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «هغه د خپلې مینې، تواضع او د خلکو د نېکۍ پر باور د میلیونونو خلکو زړونه ګټلي وو. د هغه تود طبیعت، ټوکې او مهرباني به تل د خلکو په زړونو کې ژوندی پاتې وي».

کاپریو په ۱۹۸۵م کال کې د قاضي په توګه وټاکل شو او د "Caught in Providence" په نوم د ټلویزیوني لړۍ له لارې نړیوال شهرت وموند، هغه د خلکو د شخصي ستونزو د اورېدو او د ټرافیکي جریمې د معافیت له امله په ټولنیزو رسنیو کې ډېر مشهور شو.

د هغه عدالت، نرم او انساني چلند نه یوازې د امریکا د خلکو، بلکې د افغان او پاکستاني وګړو تر منځ هم ځانګړې محبوبیت درلود. ډېری کډوال هغه د یو عادل او د خلکو د درد شریک قاضي په نوم یادوي.

قاضي کاپریو د زده‌کړو په برخه کې هم مهم رول درلود او د بېلابېلو ښوونیزو سکالرشیپونو بنسټ یې کېښود. هغه په ۲۰۲۳م کال کې له دندې تقاعد وکړ، او د پرویډنس ښاروالۍ محکمه د ده په نوم ونومول شوه.

کاپریو د پانقراص سرطان له تشخیص وروسته څو ځله درملنې ترلاسه کړې وې.

د کاپریو د جنازې د مراسمو اعلان لا نه دی شوی، خو د هغه د درناوي لپاره د روډایلنډ ایالت پر دولتي ودانیو کې بیرغونه نیم ځوړند شوي دي.

نور خبرونه

رادیو