راپورونه ښيي، چې چین د عادي پوځي ځواک د زیاتوالي ترڅنګ د خپلو اټومي وسلو زېرمتون په چټکۍ سره پراخ کړی دی. امریکايي چارواکي وايي، چې د چین د مشر لهخوا ۲۰۲۷کاله پورې پر ټایوان د برید لپاره د چمتووالي امر د دغه اقدام اصلي لامل دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې؛ چین وايي چې هېڅکله به د اټومي وسلو د کارونې هېواد نهوي او اټومي جګړه یې «ناګټوره او خطرناکه» بللې ده؛ خو د امریکا د دفاع وزارت پر دې باور دی، که چېرې جدي ګواښ رامنځته شي؛ نو ښايي بیجېنګ د اټومي وسلو د لومړنۍ کارونۍ په اړه غور وکړي.