له ایرانه د اېستل شویو افغان کډوالو ډک موټر د مرګونې ټرافیکي پېښې په اړه د اروپایي ټولنې استازولۍ د دغه پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي بنسټ د یادې پېښې د قربانیانو شمېر د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۷۹ اعلان کړی دی.
دغې ټولنې چهارشنبه (د زمري ۲۹مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې «په ژورې خواشینۍ سره، په هرات کې د غمجنې ټرافیکي پېښې له امله خپله خواخوږي څرګندوو. موږ د پېښې قربانیانو کورنیو او ملګرو ته خپله خواخوږي وړاندې کوو.»
د یادونې ده، چې هرات ولایت تېره شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې د یوې مرګونې ټرافیکي پېښې شاهد و. طالبانو هم منلې، چې په پېښه کې ۷۹ هېوادوال مړه شوي دي.