د غزې ناورین؛ د جګړې له پیله تر دې دمه نږدې ۱۹زره ماشومان وژل شوي

۲ ساعتونه مخکې

د غزې حکومت د رسنیو دفتر وايي، د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهیسې په یاده سیمه کې تر ۶۲زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي چې نږدې ۱۹زره یې ماشومان دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په غزه کې هېڅ ځای د ماشومانو لپاره خوندي نه‌دی او د اسراییل کلابندۍ د خوړو او درملو د سخت کمښت لامل شوی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) زیاته کړې، د دغه بنسټ ښوونځي چې د زرګونو خلکو لپاره سرپناه په توګه کارول کېږي؛ پرله‌پسې په نښه کېږي او «د ماشومانو لپاره د مرګ ځایونه» ګرځیدلي دي. نوموړي سازمان او یونېسف یو ځل بیا په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو