د کابل درې اړخیزه ناسته؛ د سیمه‌ییزو اړیکو لپاره مهم بدلون او د طالبانو لپاره یو فرصت دی

۱۳ ساعتونه مخکې

ډیپلوماټ وېب‌پاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې طالبان له نړۍوالو بندیزونو او سیاسي انزوا سره مخ دي؛ په کابل کې د چین، پاکستان او طالبانو ترمنځ راتلونکې درې اړخیزه غونډه کولای شي، په سیمه‌ییزو اړیکو کې یو مهم بدلون او د طالبانو لپاره یو فرصت وي.

په دغه راپور کې راغلي، د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیران به په روانه اونۍ کې په کابل کې سره وويني چې د بحث اصلي موضوعات به د ترهګرۍ ضد مبارزه او د سېپيک پروژه وي.

د راپور له مخې؛ چین، افغانستان او پاکستان به چهار شنبه (د زمري په ۲۹مه) نېټه په کابل کې غیررسمي درې اړخیزه غونډه وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به په دغه ناسته کې د CPEC پروژې او امنيتي همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

راپور زیاتوي، CPEC پروژې ته د افغانستان راګډول د کارموندنې، پانګونې او سیمه‌ییز اتصال لامل کېدای شي.

ډيپلوماټ وېب‌پاڼې لیکي؛ بیجنګ له پاکستان او افغانستانه غوښتي، چې خپلمنځي اړيکې ورغوي. پاکستان په دې وروستیو کې د چین په غوښتنه له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې کړې دي.

په ورته وخت کې په سیمه کې د داعش خراسان څانګې او پاکستاني طالبانو په څېر د جنګي ډلو حضور اوس هم د پاکستان او چین لپاره د اندېښنې وړ مسله ده.

دغه ډول په نړۍوال ډګر کې طالبان هم له سياسي انزوا یا ګوښه توب څخه رااېستلای شي؛ خو د دغه درېیو هېوادونو د پرېکړو په پایله کې د پروژو عملي کول به بیا هم ستونزمن کار وي.

نور خبرونه

رادیو