د پاکستان ټوډې ورځپاڼه: طالبان هره میاشت د «ټي ټي پي» د مشر کورنۍ ته ۴۳ زره ډالر ورکوي

۱۸ ساعتونه مخکې

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ادعا کړې، چې طالبان په منظمه توګه د «ټي ټي پي» د ملاتړ لپاره مالي مرستې ترسره کوي. دغه ورځپاڼه زیاتوي، هره میاشت شاوخوا درې میلیونه افغانۍ چې نږدې ۴۳زره ډالر کېږي، د دغه ډلې د مشر «نور ولي محسود» کورنۍ ته د طالبانو له خوا ورکول کېږي.

یاده ورځپاڼه زیاتوي، چې افغانستان اوسمهال د هغو ګڼو ترهګریزو ډلو کوربه دی، چې د ملګرو ملتونو په نوملړ کې د ترهګرو په توګه ثبت شوي دي.

پاکستان ټوډې لیکي، چې ټي ټي پي، داعش خراسان او القاعده ډلې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په ازاده توګه د غړو جلب، روزنې او ستراتیژیک پلان جوړونې فعالیتونه کوي.

د ورځپاڼې په وینا، د داعش خراسان ډلې د پراختیا یو اساسي برخه د «ټي ټي پي» پخواني جنګیالي دي، چې د دوی په لیکو کې ورګډ شوي دي.

دغه ورځپاڼه همداراز ادعا کوي، چې طالبان په زغرده د «ټي ټي پي» لپاره مالي مرستې او سرچینې برابروي، چې هره میاشت د دغه ډلې د مشر «نور ولي محسود» کورنۍ ته نږدې ۴۳ زره ډالره ورکوي.

د ورځپاڼې د ادعا پر بنسټ، دغه مالي سرچینې د وسلو په اخیستلو، د پوځي اډو په جوړولو او د پاکستان پر ضد د بریدونو په رهبري کولو لګول کېږي.

راپور زیاتوي، چې طالبان د کونړ، ننګرهار، پکتیکا او خوست په ولایتونو کې د خوندي پټنځایونو او روزنیزو مرکزونو په برابرولو سره «ټي ټي پي» ته زمینه برابره کړې، چې د نویو شبکو د جوړولو، د غړو د جلب او د بریدونو د ترسره کولو توان ترلاسه کړي.

په راپور کې راغلي، چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان مشران او جنګیالي په افغانستان کې ځای پر ځای کړي، هغوی ته یې د بیا تنظیم، د قوماندې د پیاوړتیا او د سرحدي عملیاتو د ترسره کولو اجازه ورکړې ده.

دغه ډول تورونه وړاندې هم د پاکستاني چارواکو له خوا پر طالبانو لګېدلي دي او د اسلام‌اباد حکومت پرله پسې ویلي، چې د پاکستاني طالبانو ملاتړ د دغه هېواد پر امنیتي ثبات مستقیم اغېز لري.

بلخوا بیا طالبانو د پاکستاني چارواکو او رسنیو دا ډول تورونو رد کړي او ټینګار کوي، چې د پاکستان کورنۍ ستونزې باید د هغه هېواد د سیاسي اړخونو تر منځ حل شي.

نور خبرونه

رادیو