د سویس د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته له نیول کېدو مصونیت ورکړي.
د سویس د بهرنیو چارو وزیر ایګناتسیو کاسیس د سویس له «اېس ار اېف» شبکې سره په مرکه کې ویلي، «له نیول کېدو پرته سویس ته د پوتین بلنه په بشپړ ډول شونې ده. موږ کولی شو په څو ورځو کې دغه موضوع مشخص کړو.» د نوموړي په وینا، دغه مصوونیت به هم یوازې د سولې په خبرو کې د پوتین د ګډون پر مهال عملي شي او دغه مصوونیت د هغه د خصوصي سفرونو لپاره نه دی.
د «اېس ار اېف» د راپور له مخې، د سویس دغه وړاندیز وروسته له هغې مطرح شوی، چې د امریکا ولسمشر له خپل روسي سیال څخه وغوښتل، چې د اوکراین له ولسمشر سره د دوه اړخیزې لیدنې لپاره چمتو شي. ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ په الاسکا کې له پوتین سره ولیدل او له هغه وروسته یې له ولسمشر زېلېنسکي او اروپايي متحدینو سره هم لیده کاته وکړل.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د لېږدونې په تړاو تر څار لاندې دی.
د یادونې وړ ده، چې سویس پروسږکال هم په اوکراین کې د جګړې د درېدو لپاره هم د یوې غونډې کوربه وو، خو په یاده غونډه کې روسیه نه وه بلل شوې. په هغه وخت کې د سویس دولت د روسیې د نه بلنې لامل په یاده غونډه کې د مسکو نه لېوالتیا په ګوته کړی وو.