هغه جعلي انځور چې پکې اروپایي مشران د ټرمپ لیدو ته په تمه ښيي، میلیونونه ځلې لیدل شوی

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۸

په ټولنیزو رسنیو کې هغه جعلي انځور چې پکې اروپایي مشران د امریکا په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د لیدو په تمه ښيي، میلیونونه ځلې لیدل شوی دی.

دغه انځور ان د ټرمپ زوی هم په خپل انسټاګرام کې له نږدې ۹.۷ میلیونه تعقیبوونکو سره شریک کړی دی.

دا عکس لومړی ځل د «Nexta» په نوم اکاونټ په اېکس خواله رسنۍ کې خپور کړ او ورسره یې لیکلي وو: «اروپايي مشران په دهلېز کې ناست دي او د ټرمپ د لیدو انتظار باسي.» خو وروسته همدې حساب خپل پوسټ اصلاح کړ او ویې لیکل: «راپور ورکړل شوی چې دا عکس جعلي دی او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له لارې جوړ شوی.»

سره له دې چې خپرونکي خپل پوسټ اصلاح کړې، خو دغه جعلي انځور پراخ خپور شوی او ګڼ شمېر کاروونکو دا د ټرمپ د ځواک او د اروپايي مشرانو د کمزورتیا نښه بللې ده.

نور خبرونه

رادیو