د پاکستان وزیران د خپلې یوې میاشتې معاشونه د خیبر پښتونخوا نېزځپلو ته ور کوي

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۷

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف ویلي چې د مرکزي حکومت کابینې ټول غړي به د خپلې یوې میاشتې معاشونه د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپلو کورنیو ته ور کوي.

شهباز شریف له سېلاب ځپلو سره د مرستې په مشرتابه غونډه کې فدرالي ادارو ته امر کړی چې د ورښتونو او نیزونو له امله د زیانمنو شویو سیمو د بیارغونې او مرستو چارې ګړندۍ کړي.

هغه ویلي: «په دې سختو شېبو کې مرکزي یا ایالتي حکومت مطرح نه دی، بلکې د خلکو مرسته او رغونه باید لومړیتوب وي.»

یاده دې وي چې د وروستیو موسمي بارانونو او سېلابونو له امله په پاکستان کې لږ تر لږه ۶۶۰ کسان مړه شوي چې تر ټولو ډېر، ۳۹۲ تنه یې په خېبرپښتونخوا کې دي.

نور خبرونه

رادیو