د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څو اړخیزې ناستې مخکې، د مایک د ناڅاپي روښانه پاتې کېدو له امله داسې خبرې اورېدل شوي، چې وایي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي د اوکراین جګړه د ده لپاره پای ته ورسوي.
ټرمپ د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ته په ټیټ غږ وویل: «زما په اند هغه غواړي یو تړون وکړي او زه فکر کوم هغه غواړي زما لپاره تړون وکړي، پوهېږې؟ که څه هم دا نامعقوله ښکاري،خو همداسې ده.»
په ثبت شویو خبرو کې ټرمپ همداراز د یوې درې اړخیزې ناستې یادونه هم کوي، چې پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي به په کې ګډون وکړي. ټرمپ مخکې هم په ډاګه کړې وه چې باور لري دغه درې اړخیزه لیدنه به ترسره شي.
سره له دې، د سیاسي شنونکو په باور د ټرمپ دا ډول خبرې ښيي، چې هغه هڅه کوي خپل رول د جګړې په احتمالي حل کې مرکزي وښيي، خو لا هم شکونه شته چې ایا پوتین رښتیا هم د ده لپاره د سولې تړون ته تیار دی او که نه.