پر غزې د اسراییل پراخ بریدونه؛ له سهار راهیسې د اسرايیل په بریدونو کې ۱۱ فلسطینیان وژل شوي

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۷

د اسراییل له‌خوا د غزې د بشپړ نیولو پلان تر عملي کېدو وړاندې، دغه هېواد د غزې پر لویو ښارونو بریدونه پراخ کړي دي. د دوشنبې له سهار راهیسې د اسرايیل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان وژل شوي دي.

له بل پلوه حماس د غزې ښار بشپړ نیولو لپاره د اسراییل پلان وغانده. حماس د اسراییل دغه ژمنه یو چل او دوکه بللې، چې خلکو ته به سرپناه او بشري مرستې برابرې کړي.

د بښنې نړۍوال سازمان بیا ویلي، اسرايیل په غزه کې په قصدي ډول خلک وږي ساتي او غواړي له دې لارې په منظم ډول د فلسطینیانو روغتیا، هوساینه او ټولنیز جوړښت له‌منځه یوسي.

نور خبرونه

رادیو