د جرمني لومړي وزیر فرېدرېښ میرڅ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره په ناسته کې وویل، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې د هوارولو لپاره د جدي خبرو اترو لار پرانیستل شوې ده.
میرڅ څرګنده کړه، چې دا لاره وروسته له هغه پرانیستل شوه چې ټرمپ د جمعې په ورځ د الاسکا په ایالت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه. هغه وویل: «اوس د پېچلو خبرو اترو لپاره زمینه برابره شوې ده.»
د جرمني لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې اروپایي مشران د اوربند غوښتونکي دي او د هغه په باور د راتلونکو خبرو اترو ترسره کېدل باید د اوربند تر اعلان پورې وځنډېږي.
هغه زیاته کړه: «زه فکر نه شم کولی چې بله غونډه دې له اوربند پرته ترسره شي. نو باید پر همدې کار وکړو.»