د پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ مازیګر ناوخته ناپېژانده وسلهوالو د ځايي مشهور پښتون خبریال فاروق فراق زلمی زوی میاه علي فراق په ډزو وژلی دی. دغه خبریال هم پر فېسبوک پاڼه د دغه وژنې پخلی کړی.
ځايي پولیسو خبر ورکړی، چې د وژل شوي کس مړی یې د څېړنو لپاره عدلي طب ته وړی او د پېښې په سیمه کې هم پلټنې روانې دي. تر اوسه پورې د دغه پېښې اصلي انګېزه نهده روښانه او نه یې هم کومې وسلهوالې ډلې د ترسراوي مسوولیت منلی دی.
دې پېښې د یو شمېر ځايي خبریالانو، هنرمندانو او لیکوالانو سخت غبرګونونه هم راپارولي دي. سندرغاړي کرن خان د دغه پېښې په تړاو د خواشینۍ پېغام کې لیکلي: «پوره پښتون وطن په لویو غمونو او امتحانونو کې له هر طرفه راګېر دی.»
یوې بلې پښتنې خبریالې لایبې یوسفزۍ د میاه علي فراق وژنې ته په اشارې سره ویلي، چې له پښتنو سره خورا دردمنې کیسې روانې دي. دا داسې وخت کې ده، چې په پښتونخوا کې ورځ تر بلې نا امنۍ پراخېږي او هدفي وژنو هم په کې خورا زور اخیستی دی.
د باجوړ ولسوالۍ په ګډون په کورمې او وزیرستان کې هم هره ورځ د «ټيټيپي» وسلهوال له پاکستاني پوځیانو سره په جګړو اخته وي. همدا راز د نا امنیو له کبله په باجوړ کې تازه زرګونه کورنۍ اړې شوې، چې خپل کلي او کورونه پرېږدي.