د طالبانو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي، په تورخم کې د یو شرکت له لوري وارد شوي ۳۵ ټنه خوسا او فاسد شوي جوار یې بېرته پاکستان ته مسترد کړي دي.
د طالبانو د ننګرهار د کرنې رییس وايي، چې که تر دې وروسته سرغړونه وليدل شي د قانون له مخې به چلند ورسره کيږي.
د طالبانو د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن وویل چې سوداګرو ته تل سپارښتنه شوې چې با کيفيته توکي وارد کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د قرنطين مديريت مسوولينو یوه اونۍ وړاندې په تورخم کې له پاکستان څخه وارد شوي پنځلس ټنه ليمو چې کانکر ناروغۍ وهلي وو، بېرته ياد هېواد ته لېږلي ول.