کرملین مانۍ اعلان کړی، چې د روسیې او د امریکا د ولسمشرانو ترمنځ ټلیفوني خبرې شوې دي.
د کرملین د یوه سلاکار په وینا، پوتین او ټرمپ په دې اړیکه کې د روسیې او اوکراین د استازو د لوړې کچې خبرو اترو د احتمال په اړه خبرې کړې دي.
ټرمپ بیا د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او د اروپایي هېوادونو مشرانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې پوتین د ګام اخیستلو نیت لري.
د هغه په وینا، تمه ده چې روسیه به ډېر ژر او ښایي سمدستي له ۱۰۰۰ زیات اوکرایني بندیان خوشې کړي.
ټرمپ زیاته کړې: «زما په نظر دا یو ستر پرمختګ او عالي پېښه ده.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې اروپایي هېوادونه او امریکا هڅه کوي څو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره د عملي ګامونو د اخیستلو زمینه برابره کړي.