په پښتونخوا کې سېلابونه؛ ۳۲۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور تري تم دي

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۷

په خیبر پښتونخوا کې ځایي چارواکي وايي، په دغه ایالت کې د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله ۳۲۳ کسان مړه شوي او ۱۵۰ نور تري تم دي. وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې په ټول پاکستان کې تر دې دمه د ورښتونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۵۷ ته رسېدلی دی.

په پښتونخوا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر اسفندیار خټک ویلي، چې د پاکستان پوځ د ژغورنې عملیاتو لپاره پنځه الوتکې د دوی په واک کې ورکړې دي او څه باندې یو نیم مېلیارده پاکستانۍ روپۍ هم د عملیاتو لپاره ځانګړې شوې دي.
په ورته وخت کې ګلګت بلتستان کې هم سېلابونو او سختو ورښتونو خلک له ډول، ډول ستونزو سره مخامخ کړي. ګڼې لارې تړل شوې، د سېلانیانو په ګډون زرګونه کسان بند پاتې دي او د پاکو اوبو، برېښنا او مخابراتي اسانتیاوې ټکنۍ شوې دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په پاکستان کې موسمي ورښتونه د تېر کال پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښیي او ښايي د را راونې سپټمبر په میاشت کې یې کچه نوره هم زیاته شي.

چارواکو خبرداری ورکړی، که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د پراخې ویجاړۍ او ګڼې مرګ ژوبلې د اوښتو شونتیا هم شته.

نور خبرونه

رادیو