دغه کس چې الهام نومېږي، په کندوز ښار کې د یوې بهرنۍ سیلانۍ د ځورولو په تور د طالبانو له لوري نیول شوی دی. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند د دغه کس ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې نوموړی عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوی دی.
الهام په دې ویډیو کې پر خپل عمل پښیماني څرګندوي او داسې ښکاري، چې ورته ویل شوې وي چې داسې ووایي: «هر څوک چې دا کار وکړي، د طالبانو له لوري به ونیول شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د یوې ښځې په ګډون درې سیلانیان په کندوز ښار کې پر بایسکل روان وو، خو دغه کس یوه ښځینه سیلانۍ ځورولې او د هغې مېړه څو ځله له دې کاره منع کړی، خو نوموړی بیا هم نه دی منع شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دغه هېواد ته د بهرنیو سېلانیانو ورتګ پراخ شوی دی. د دغې ډلې چارواکو مخکې ویلي و، چې د هغوی راتګ ته ښه راغلاست وايي او هڅه کوي چې له ګرځندوی صنعت نه د هېواد اقتصادي ودې لپاره کار واخلي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال قدرتالله جمال تېره میاشت له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و: «افغانان مېلمهپاله خلک دي او غواړي چې د بهرنيو سېلانیانو کوربهتوب وکړي. ګرځندوی د هېواد لپاره ډېرې ګټې لري او موږ غواړو چې کار ترې واخلو.»
نوموړي ادعا کړې وه، چې تېر کال نږدې نهه زره بهرنیو سیلانیانو افغانستان ته سفر کړی او یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې نږدې درې زره بهرني سیلانیان دغه هېواد ته دننه شوي دي.
افغانستان په تېرو وختونو کې د طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو د جګړو له امله د سیلانیانو لپاره خوندي ځای نه و، خو د دغې ډلې تر واکمنېدو وروسته طالب چارواکي وايي چې امنیت ښه شوی او شرایط د بهرنیو مېلمنو د هرکلي لپاره ډېر مناسب دي.