واک ته د طالبانو د دویم ځلي رسېدا څلور کاله پوره شول، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره ددې ډلې داخلي تضادونه ورځ تر بلې روښانه کېږي.

که څه هم طالبان ځان د «یو موټي» صف په توګه معرفي کوي، خو د دوی د مشرتابه دننه ژور اختلافات نه شي پټېدلی. د دې ډلې د داخلي اختلاف په مرکز کې دوه مهم شخصیتونه را برسېره کیږي چې یو د طالبانو ستر مذهبي مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده او د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، چې د مشهورې حقاني شبکې مشر دی.

د طالبانو یاد دواړه مشران له یوه مذهبي او «جهادي» چاپېریال څخه راوتلي، خو د دوی لیدلوري، سیاسي فکرونه او د راتلونکي افغانستان لپاره تصور ترمنځ ژور توپیرونه دي. دا اختلاف یوازې شخصي نه دی، بلکې د طالبانو د راتلونکې د ټاکلو لپاره یوه ستره سیاسي-ایډیالوژیکه مبارزه ده، چې یو خوا یې مطلق‌پالنه او انزوا خوښوي او بله خوا یې احتیاطي او ظاهرا «واقع‌بينانه تعامل» ته تمایل لري.

شریک بنسټونه: دیني سختدریځي او جهادي مخینه

په لومړي نظر کې داسې ښکاري چې دواړه مشران د یوې لارې ملګري او هم‌لاري دي. دواړه د محافظه‌کارو دیني مدرسو فارغان او د دیوبندي فکر پلویان دي. یو داسې فکر چې د سلفیزم او تصوف ترمنځ موازنه ساتي. په طالبانو کې د دوی داخلي مشروعیت له همدغو دیني پړاوونو سرچینه اخلي.

سره له دې چې د هبت‌الله اخوندزاده او سراج‌الدین حقاني ترمنځ په شخصیت، سیاست او ستراتیژیک لیدلوري کې ژور توپیرونه دي، د دوی ایډیالوژیک بنسټونه یو له بله سره ژور تړاو لري. دا مشترکات د اختلافاتو باوجود لا هم د طالبانو د تحریک ګډ وجود ته قوت ورکوي.

دواړه طالب مشران د اسلامي دیني مدرسو فارغان دي؛ یوداسې مذهبي تعلیمي نظام چې د طالبانو د فکري جوړښت اصلي ستن ګڼل کېږي. د دوی زده‌کړه د دیوبندي تفکر له مخې شوې ده، چې سخت‌دریځی او له هممهالیتوب سره مبارز سُني اسلامي مکتب دی.

دا مکتب د اسلامي فقې لپاره مطلق اطاعت، د غرب له فرهنګي نفوذ سره ټکر او د شرعي قانون تطبیق ته ژور تعهد لري. دغه فکري چوکاټ د دواړو طالب مشرانو د فکر بنسټیزه برخه جوړوي او د دوی دواړو لپاره یوازینی مشروع نظام، د شریعت پر بنسټ جوړ اسلامي حکومت دی.

سربېره پر دې، دواړه مشران له اسلام‌پاله سیاسي نظریې سره ژور تړاو لري. هغوی باور لري چې اسلام نه یوازې یو دین، بلکې یو جامع سیاسي نظام هم دی. د دوی له نظره دین او سیاست نه‌جلا کېدونکي مفاهیم دي او همدغه فکر د هر ډول جمهوري، کثرت‌پاله یا غرب‌پاله نظام مخالفت ته اړ کړي دي.

په جهادي ډګر کې د دوی شریک بنسټونه لا ژور دي. دواړه د وسله‌وال جهاد زړې څېرې دي. هغوی نه یوازې دا چې جهاد یو روحاني او دیني فرض ګڼي، بلکې ځانمرګي بریدونه او نا منظم، غلچکي عملیات یې هم د یوې روا حربې په توګه کارولي. همدې سابقې د دوی دواړو شهرت ته قوت ورکړی او د ډلې دننه یې اعتبار ور لوړ کړی.

سربېره پر دې، دوی له نورو سیمه‌ییزو جهادي شبکو سره هم فکري او عملیاتي اړیکې لري، لکه القاعده، او یو شمېر پاکستاني سخت‌دریځه ډلې. دا اړیکې یوازې فکري نه دي، بلکې لوژستیکي، مالي او نظامي همکاري هم پکې شامله ده. د خپلې جهادي ماضي له کبله، دواړو ته د طالبانو دننه د « باور وړ جهادي مشرانو» په سترګه کتل کېږي.

په وروستیو کلونو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې ملا هبت‌الله او سراج‌الدین حقاني دواړه خپلو نږدې پلویانو ته مالي مرستې ورکوي. دا یو نوی اړخ دی چې د دین‌محوره مشرۍ ترڅنګ ښيي چې دوی د خپل ځواک او اتوریتې ساتلو لپاره د قبیلوي وفادارۍ تګلارې هم کاروي. دا پیسې یا امتیازات د دیني تعهد پر بنسټ نه، بلکې د سیاسي وفادارۍ او شبکوي اړیکو پر بنسټ ورکول کېږي. له دې لارې دوی هڅه کوي چې خپل قدرت وساتي او په خپله شاوخوا کې یوه وفاداره داخلي کړۍ جوړه کړي.

همدا مشترکات دي چې دواړه مشران یې د طالبانو په جوړښت کې له متضادو نظرونو سره سره د قدرت د اهرمونو په توګه خوندي کړي. خو دا هم واقعیت دی، چې همدا ریښې، که څه هم قوي دي، خو اوس د لیدلوري، تګلارې او تعامل پر سر د اختلاف له امله د ګډو تګلارو لپاره بسنه نه کوي.

توپیرونه: یو تعامل‌خوښی اوبل مطلق‌پاله منزوي

د ملا هبت‌الله او سراج‌الدین حقاني ترمنځ اصلي اختلاف هلته پیلیږي چې د طالبانو د واک چلولو او د افغانستان د راتلونکي انځور ته تم شو.

ملا هبت‌الله اخوندزاده یو پټ، مرموز او انزوا غوښتونکی شخصیت دی. نه یوازې دا چې عامو خلکو ته ځان نه ښيي، بلکې له رسنیو، سیاستوالو او نړیوالو پلاویو سره هم هېڅ ښکاره لیدنه نه کوي. د ده دا رازپالنه د «روحاني قدسیت» د جوړولو یوه هڅه ده، خو دا هم واقعیت دی چې دا ډول پټه مشري، د سیاسي مشروعیت او په ډله کې د اعتبار ساتنې لپاره لوی خنډ دی.

په مقابل کې سراج‌الدین حقاني فعال، خبرې کوونکی او یوڅه پرانېستی شخصیت لري. نوموړی د خپلې ډلې په منځ کې د خړې مرغۍ په نامه مشهور دی، چې غلی او خپ کار کوي. هغه د خبرو ډېر توریالی نه دی، خو په ماتو الفاظو او ریږدېدونکې لهجه خلکو ته د خپل پیغام او لیدلوري د انتقال په برخه کې بریالی دی. هغه له رسنیو سره مرکې کوي، له نړیوالو استازو سره ګوري، ډيپلوماتیکو اړیکو ته لېواله دی او ان له خپلو پخوانیو نظریاتي او سیاسي مخالفانو لکه حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار سره هم ناسته ولاړه لري. دغه چلندډول ښيي چې حقاني د خلکو، سیمې او نړۍ د سیاست له اړتیاوو سره بلد دی، یا په دې برخه کې لږترلږه د بلدتیا هڅه کوي.

حقاني د ملا هبت‌الله په پرتله له رسنیو سره پرانېستې اړیکې او ښه راشه درشه لري. یو شمېر رسنۍ د حقاني شبکې د مالي کانالونو له لارې تغذیه کیږي او یو شمېر نورې پخپله دده د ډلې له لارې سمبالیږي. دې چارې دده تبلیغاتي اړخ پیاوړی کړی او له رسنوالو سره یې دده اړیکې هم ټینګې کړې دي، چې په لویه کې د حقاني شبکې په «مخ سپینولو» کې ټاکونکی رول لرلای شي.

دغه راز حقاني قومي جرګو ته ارزښت ورکوي او ډېری شخړې د خپلې کورنۍ شبکې ( وروڼو او ترونو) له لارې حلوي. دا کار هغه له عامو خلکو سره نږدې کوي. برعکس، ملا هبت‌الله پر دیني عالمانو تکه کوي، جرګې یو غیرشرعي بدیل ګڼي او یوازې د خپل مطلق فرمان اطاعت ته ارزښت ورکوي. دا توپیر دا ښيي چې یو طالب مشر غواړي د ملت د جوړښتونو له لارې کار وکړي، بل بیا یوازې خپله فتوا مشروع ګڼي.

سراج‌الدین حقاني دا خبره روښانه کړې چې حکومت یوازې د ملايانو له لوري نه شي اداره کېدای. هغه وايي، حکومت باید د ټولنې له بېلابېلو قشرونو جوړ وي، خو ملا هبت‌الله د دې مفکورې مخالف دی. د ده له نظره، حکومت باید یوازې د دیني عالمانو تر کنټرول لاندې وي؛ هغه د دیني عالمانو لارښوونې حکمونه ګڼي، چې باید پلي شي.

د ښځو تعلیم، کار او حضور ددوی ترمنځ تر ټولو مهم او جنجالي توپیر دی. ملا هبت‌الله د نجونو تعلیم بند کړی، د ښځو کار یې محدود کړی او دا ټول د دین برخې ګڼي. سراج‌الدین حقاني بیا داسې نه دی. که څه هم د ښځو د حقونو بشپړ ملاتړ نه کوي، خو دا یې څو ځله ویلي چې د اسلامي چوکاټ دننه ښځې باید زده کړو او کار ته لاسرسی ولري. دا لیدډول د نرمو اصلاحاتو پر لور د هغه تمایل او په دریځونو کې انعطاف منل راښيي.

حقاني له ګڼو نړیوالو استازو، د ګاونډیو هېوادونو له پلاویو او پخوانیو افغان چارواکو سره لیدلي.

هغه نړیوالو ته دا پیغام ورکوي، چې طالبان اوس د تعامل لپاره چمتو دي، خو ملا هبت‌الله نه یوازې دا ډول لیدنې ردوي، بلکې ډېری دا ډول تعاملات د عقیدې خلاف ګڼي. د ده اند دا دی، چې نړۍ باید د طالبانو د امارت اصول ومني، نه دا چې طالبان ځانونه له نړیوالو اصولو سره عیار کړي.

طالبان د خپل هویت په تقاطع کې

طالبان د اسلامي نظام دعوه لري، خو دننه په ډله کې د ملا هبت‌الله او سراج‌الدین حقاني ترمنځ ژور توپیرونه ښيي چې دا تحریک د یو هویت په ټاکلو کې لا هم سرګردانه دی. دا یوازې دوه شخصیتونه نه دي، بلکې د طالبانو په منځ کې د سیاست، مذهبي معاملاتو او حکومتولۍ په تړاو دوه بېل فکرونه دي.

ملا هبت‌الله په طالبانو کې د یوه افراطي، مطلق‌پاله او منزوي لیدلوري استازی دی، چې نه د زمانې غوښتنې مني، نه د ولس غوښتنې.

سراج‌الدین حقاني بیا د ځینو په باور، په دې ډله کې د یوه نسبتا نرم‌دریځه شوي، واقع‌بين شوي او ستراتیژیک مشر تصویر وړاندې کوي، چې غواړي د شریعت په اډانه کې، خو د عصر له اړتیاوو سره سم یو تعامل‌محوره امارت رامنځته کړي.

دغه داخلي اختلاف یوازې د طالبانو راتلونکی نه تعریفوي، بلکې د ټول افغانستان برخلیک اغیزمنوي. دا پوښتنه لا بې ځوابه ده، چې افغانستان به د اوسنيمنزوي امارت تر سیوري لاندې پاتې شي او که د یوه نوي، اسلامي، خو پراخ بنسټه نظام پر لور به حرکت وکړي. خو یو څېر ظاهر دی، چې په اوسنۍ بڼه د طالبانو دوام د افغانستان او سیمې ثبات نه شي خوندي کولای او نه هم دا ډله پایېدلای شي.

نور خبرونه

رادیو